مذهبي توندلاري د پنجاب او ایران د یرغل غشي !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

          مذهبي توندلارې او سخت دریځه اوس هم  د پخوا پشان ، افغانستان کې د ایران او پنجاب د ګټو او موخو لپاره کاریږي . نوموړو هیوادو له دغو ډلو څخه په اتیا او نوي لسیځو کې د افغانستان په ورانۍ او بربادۍ کې پوره ګټه واخیسته . له هغه ځایه چې دا ډلې ملي او ولسپاله تګلار نلري او د افغانانو ملي ارزښتونو ، ګټو او ارمانونو ته ژمن نه دي تل د سیمې او لري پرتو هیوادونو د ګټو لپاره د یوې وسیلې پتوګه استعمالیږي !

دوی چې ولس کې د شپو ځای نلري ، د پردیو د کوتک او ټوپک په زور ولسونه یرغمل نیسي . د ولسي وګړو په وژنې ، ډارونې او د وحشت او بربریت په خپرولو سره غواړي ولس کې ځای پیداکړي .    

د خیبر درې په دواړو غاړو ، لروبر او لوی افغانستان کې مذهبي توندلارې او سخت دریځه د هیڅ قوم او سمت د استازيتوب دعوه نه شي کولای .په تېرو ټاکنو کې په لره پښتونخوا کې ټولو میشتو مذهبي سخت دریځو وبایلله او ټاکنو کې د پښتونخوا ملتپالو ګوندونو او استازو وګټله . هلته هم توندلاري د ولسونو د ارادي او ګټو ساتندوی نه دي . افغانستان کې هم ټاکنې اسلامي جمعیت او نورو سخت دریځو وبایللې ، د ملاعمر او د ګلبدین سخت دریځو ټاکنو کې برخه وانه خیسته او په پایله کې ټاکنې د کرزي په مشرۍ نسبتآ منځلاروځواکونو وګټلې .

اوس ددې ټاکنو پایله یوخوا په جمعیت او نظارشورا کې د مذهبي او سیکټاریستي سخت دریځو او بلخوا د ملاعمر او ګلبدین مذهبي توندلارو تر سخت فشار او دباو لاندې دی . نظارشورا او جمعیت دولت له دننه خوري ، هغه سبوتاژ کوي او غواړي د غښتلي او پیاوړي مرکزي دولت مخه ونیسي . همدارنګه دوی هڅه کوي د کابل د اداري ، پوځي او اقتصادي دریځ  په مقابل کې مزار د داسې دریځ خاوند کړي او په اوږدمهال کې افغانستان د سیمې د ځینو هیوادولکه ایران او تاجیکستان د ګټو قرباني کړي . په روستیو کې رباني چې د مذهبي سخت دریځو تر منځ په سیالۍ کې په مذهبي غشو سوری شو، د دوی لخوا د همداسې موخو په نیت ، یو وړ لارښود ګڼل کېده .

بېځایه نه ده چې امرالله او عبدالله اوس له دې مرګه د حضرت عثمان کمیس جوړوی او د رباني په بېلتون ژاړي او ګریوانونه څيروی !

« برهان الدين رباني يكي از شخصيت هاي برجسته و شناخته شده اي بود كه به اجلاس بيداري اسلامي در تهران دعوت شده و در اين اجلاس مخصوصا به دليل جايگاه و سابقه اسلامي و مبارزاتي خود حضور چشمگير و موثري داشت . اجلاس ، بيداري اسلامي را پيش روي ملت هاي مسلمان گشوده است »  

 ایران سره د اسلامۍ ورورۍ تر چتر لاندې او ددې ورورۍ په مرسته رباني او پلویانو يي غوښتل چې افغانستان او سیمه کې د پښتنو دریځ په نښه کړي ، پښتانه څنګ ته کړي او پر ځای يي داسې واکمني رامنځته کړي چې په لویه کې د ایران د اخوندانو په شپول کې وي ، رباني او پلویان يي یوازې د ایالتي واکمنۍ استازي وي . پوښتنه دا ده  که اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د جمعیت پوځي برخه ده د داسې موخو لپاره نه وي رامنځته شوی ، افغانستان کې د شریعت او اسلام چې سیمه کې ساری نلري څه نیمګړتیا ده چې ایران يي په بیا رغونه او سمون کې ونډه ادا کړي ؟ د ایران لخوا داسې رغول شوی اسلام د افغانانو کوم درد ته دوا کېدای شي ؟  خو هلته د اسلام په نوم د بیا ویښتیا سندره دا ځل د فارسي ژبي دولتونو د حوزې ، د لوی ایرانیستان او شیعه ای فاشیزم د لړۍ د ادامې بله بڼه ده چې افغانستان کې ددې ویښتیا لپاره د رباني او د هغه د پلویانو هڅونه د یادو شویو موخو لپاره ترسره کیږي .   

خو بلخوا که جمعیت او نظارشورا له نورو اړخونو وڅېړل شي خبره نوره هم پيچلې کیږي . په  لیږدیځ ۵۰ کلونو کې اسلامي جمعیت په پاکستان کې غښتلی اوغوښن کیږي او د پنجاب لخوا د ټوپک او کوتک په مټ افغانستان کې د سوچه اسلام د خپراوي په نوم هڅول کیږي . دوی هغه مهال د سردار محمد داوودخان دولت تر یرغل لاندې نیسي او له دې لورې د افغانانو ملي ګټې په نښه کوي او د پنجاب په اشاره پر کابل د افغانانو د واکمنۍ پر ضد کاریږي . په ۹۰ ومه زیږدیځ لسمه کې بیا هم د افغانستان لپاره د دوکتور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې تګلاره شنډوي او افغانستان کورنې جګړې ته ټېل وهي .

که په لنډه توګه ووایو اسلامي جمعیت او نظارشورا د ایران او هم د پنجاب له لورې د اسلام تر پردې لاندې ، د افغاني واکمنۍ پر وړاندې لوبول شوې او په دواړو سنګرونو کې اوس هم لوبول کیږي .

خو د مذهبي توندلارو نورې ډلې د ملاعمر او ګلبدین په مشرتوب هم ، د افغاني ګټو پرځای د پنجاب او د توندلارې پان اسلامیزم ګټو ته ژمن ګڼل کیږي  . دوی په کابل د داسې یوې واکمنۍ مخه نیسي چې هغه د افغانانو ملي ګټو ته ژمنه وي . دوی نه غواړي پر کابل داسې واکمني وچلیږي چې هغه افغانان له پېړیو پېړیو روسته والې څخه وژغوري ، د نړۍ د پرمختګ او تمدن له کاروان سره يي همغږي کړي . یا افغانان د ایران او پنجاب له چلوټو څخه وساتي .

دا ډلې ، جمعیت او نظارشورا یوازې په تاکتیکونو کې توپير لري ، که نه په لری موخو او تګلارو  کې سره ګډ او یوشان مذهبي توندلاري او سخت دریځه دي . یوازیني توپير چې جمعیت او نظارشورا يي له دوی څخه لري هغه مذهبي توندلارۍ سره سره ، خپلو سیکټایستي موخو ته ژمنتیا ده. یانې جمعیت او نظارشورا غواړي سیکټاریستي موخې په مذهبي توندلارۍ او سخت دریځۍ سره ترلاسه کړي . په همدې لامل پنجاب او ایران ته په لکۍ وهلو او خوش خدمتۍ سره هڅه کوي د هغوی ملاتړ او پاملرنه ځانته راواړوي .

خو د ګلبدین ، ملاعمر ، سیاف او حقانې توندلاري بیا ټينګار کوی چې سوچه او اصیل سخت دریځي یوازي دوی دي او په توندلارتوب کې بل څوک د ځان  سیال نه شمېری . دوی د ملي ګټو په قصه کې نه دي . دوی د اسلام تر چتر لاندې چمتو دي ټول افغانستان په پنجاب او یا په کوم بل تش په نوم اسلامي هیواد او یا ډلې وپلوري . دوی د پان اسلامیزم په نوم پنجاب ، عربستان او یا کوم بل هیواد سره د افغانستان پوله په رسمیت نه پيژني ! دوی ته د افغانستان او افغانانو ګټې پوچې خبرې دي . د دوی په تګلارو کې د ملت او ملي ګټو ، افغانیت او افغاني ګټو په نوم څه نه ځاییږي . د کابل حکومت پر وړاندې د دوی جګړه د افغانانو د ملي ګټو لپاره نه ده بلکې د پنجاب او نورو په خوله غواړي افغانان له یوې ملي واکمنۍ څخه بې برخې وي . که نظارشورا او جمعیت په کور دننه ، دولت سبوتاژ کوي او پښو لګېدو ته يي نه پریږدي ، دوی له بهر څخه افغانستان کې مرکزي حکومت په پنجابي او چینايي غشو ولي ، جوړېدو او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي .

ترڅو چې د یادشویو مذهبي توندلارو په وړاندې ، د منځلارو ځواکونو یو پراخ ملي غورځنګ جوړ نه شي او په سیاست کې دا ډلې ګوښه نشي ، افغانستان به د پنجاب او ایران له ګواښونو او تیري سره مخ وي او په کور دننه به افغانستان هیڅ لاسته راوړنه ونه لري !

کېدای شي ځیني شنونکي نیوکه وکړی په داسې حالاتو کې چې افغانستان د پنجاب د مخامخ پوځی یرغل لاندې دی ، هیواد کې دننه د مذهبي توندلارو او ملیپالو خبره رامنځته کول ، ښايي د افغانانو یووالي چې نن سبا تر هرمهال زیات اړین دی کمزوری کړي خو که د مذهبي توندلارو په وړاندې زړه نا زړه سیاست غوره شي او پریکنده او غوڅ چلند ونشي ، افغانستان به د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهل شي . همدا اوس چې د افغانستان پر خاوره د پنجاب یرغل دوام لري ، ددغو ډلو ټپلو څخه حتی د یو تبلیغاتي غبرګون څرک نه لېدل کیږي ! 

ددغو ډلو شتون افغانستان له پښو غورځولی . ددغو ډلو په شتون کې پیاوړی مرکزی حکومت نه جوړیږي . ددغو ډلو له لاسه افغانانو ته ټولې نړیوالې مرستې هډر لاړې . ددغو ډلو شتون کې به جګړه او د هیواد وراني ادامه لري .

کرزی چې د منځلارو او افغان ولس په مټ د واک پر ګدۍ ناست دی ، باید له ځانه چاپير مذهبي توندلارې او سخت دریځي چې لا هم د جهاد او مقاومت لاپې وهی ، وشړي او د هغو پر ځای منځلارو ، روشنفکرانو او د ولس ریښتینو استازو ته په واک کې برخه ورکړي .

هغوی چې ځانته ملتپال او روشنفکران وايي ځانونه باید د مذهبي توندلارو له افسون څخه وژغوري او د هغو لیکې پریږدي ، کرزی وهڅوي او د هیوادپالني پر محور راټول شي .

د هیواد د ژغورون بله لار نشته .

اخځونه :

 افغان ـ جرمن انلاین بریښناپاڼه

د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۲۷ مه

 


September 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات